
روهي(نۍ/۱۶ د لیندۍ)، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د سعودي عرب پاچا سلمان د امریکايي سمندري پوځ پر یوه مرکز د سعودي محصل وسله وال برید 'وحشیانه ' بللی دی. ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې وايي، پاچا سلمان د 'زړه له تله د خواخوږۍ څرګندولو ' لپاره ورته ټیلیفون کړی. د هوايي چلند دغه محصل په فلوریډا کې پخپله له وژل کېدو مخکې د ټوپک په ډزو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل. برید ګر د امریکايي رسنیو لخوا د محمد سعید الشمراني په نامه یاد شوی، چې ویل کېږي پر پوځي مرکز برید کې یې د سپکې لاسې وسلې ډزې کړې دي. د فلوریډا ګورنر یا والي ران ديسانتیس د برید په اړه وویل سعودي حکومت 'په پېښه کې د زیانمن شویو پوروړی شو '