پکتيا کې يو پانګوال د ۶ مېلېونه ډالرو په ارزښت د جلغوزيو د چڼ مرکز جوړوي

روهي (نۍ/۱۶ د لېندۍ)، د حاجي محمد ګرديزي په نوم پکتيا کې يو پانګوال په دغه ولايت کې د شپږ مېلېونه امريکايي ډلرو په ارزښت د جلغوزيو د پروسېس مرکز جوړوي. ياد پانګوال وايي چې له دې کار يې موخه دا ده چې د هېواد جلغوزه په منظم ډول بهر ته ولېږي.

ګرديزي وايي چې په دې مرکز سره به د خوست، پکتيا او پکتيا د جلغوزيو پروسېس ستونزې حل شي. له دې وړاندې د هېواد جلغوزي په پاکستان کې پروسېس کېدل.

د پکتيا ولايت د سوداګرۍ خونو رئيس وايي چې دغه مرکز به په يو کال کې د ۶۰ زره مټريک ټنه جلغوزيو د چڼ وړتيا ولري.