
روهي( نۍ/۱۶ د لیندۍ )، د عراق په پلازمېنه بغداد کې د نامعلومو وسله والو د ډزو له امله پنځلس کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې یو شمېر مخ پټو وسله والو د بغداد په یوه له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې پر راټولو شویو لاریون کوونکو ډزې کړې دي او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. برید په داسې مهال شوی دی چې په عراق کې له ډېر وخت راهیسې د حکومت ضد لاریونونه روان دي او د بې روزګارۍ، د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنو او دغه راز د فساد پر ضد شعارونه ورکوي.
ویل کېږي چې په دې برید کې د وژل شویو په ډله کې څلور عراقي پولیس هم شامل دي. د راپورونو له مخې پولیس د اعتراض کوونکو د امنیت لپاره ګمارل شوي وو.