ټرمپ له نړیوال بانک څخه غوښتې، چې چین ته له پور ورکولو ډډه وکړي   

روهي( نۍ/۱۶ د لیندۍ )، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغې دغه غوښتنه کوي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې نړیوال بانک موافقه وکړه، څو چین ته تر ۲۰۲۵ کال پورې له یو څخه تر یو نیم میلیارد ډالرو پور ورکړي.
 

ټرمپ پر خپله ټویټر پانه لیکلي، چې چین په خپله ډېرې پيسې لري او پیدا کولی یې هم شي، نو ځکه باید نړیوال بانک چین ته له پور ورکولو ډډه وکړي.
 
په ورته مهال نړیوال بانک ویلي دي، چې د دوی پور به له چین سره د دې هېواد شخصي سکتور پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي او سوداګریز اصلاحات به هم رامنځته شي.