
روهي( نۍ/۱۶ د لیندۍ )، د ای ډي وي پولز په نامه انګلیسي وېب پاڼه وایي، چې د ډېسمبر په ۶ مه او ۸ مه نېټو به لسګونه موټرسایکل ځغلوونکي د نړۍ له مختلفو هېوادونو امریکا ته راشي او به د موټر سایکل چلولو په سیالیو کې ګډون وکړي.
دا سیالۍ د موټرسایکل ځغلولو نړیوالې پرمختګي (شو) یا نندارې په نامه نومول شوي دي.
د وېب پاڼې د راپور په حواله دا سیالۍ د امریکا د مشهور او لوی ښار نیو یارک په جاوېټس سنټر سیمه کې ترسره کېږي.
یادې سیالۍ د موټرونو او موټر سایکلونو سوداګریزې کمپنۍ آې ایم ایس له خوا جوړېږي، چې دې برخه کې پنځه دېرش کلنه تجربه هم لري.
په دې سیالیو کې به د نړۍ هغه لوبغاړي، چې موټرسایکل ځغلولو کې مشهور دي او اتلولۍ یې ګټلي هم برخه واخلي.