امریکايي اډه کې سعودي محصل درې کسان په ډزو وژلي

روهي( نۍ/۱۶ د لیندۍ )، د امریکا فلوریډا یوه پوځي اډه کې د محمد سعید الشمراني په نوم د هوايي ځواکونو یوه سعودي محصل په ډزو درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي او وروسته دی هم په ډزو وژل شوی.
 
دا برید د امریکا فلوریډا ایالت ‍په پنساکولا اډه کې په تېره یوه اونۍ کې دویم برید دی.‌
 
 
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز دا برید غندلی او دا یې یو کرکجن جرم بللی دی.‌
 

چارواکي وايي، دغه سعودي محصل د زدکړې په ټولګي کې پر خپلو ټولګیوالو او ملګرو ډزې کړې دي بیا پر ده هم ډزې شوې او وژل شوی دی.