تېرو دوه کالونو کې له ۶۰۰ ډېرې پاکستانۍ نجونې پر چينايانو خرڅې شوې

روهي (نۍ/۱۶ د لېندۍ)، د فرانسې خبري آېانس له خوا په يوې تر سره شوې څېړنه کې په ګوته شوې ده، چې په تېرو دوه کالونو کې تر ۶۰۰ ډېرې نجونې پر چینایانو خرڅې شوې دي.

دغه نجونې د واده په نوم چینایانو ته ورکړل شوې خو وروسته بيا د پيسو په مقابل کې کې نامشروع جنسي اړيکو ته اړې شوې او څو ځلې خرڅې شوې دي.

دغه قرباني پاکستانۍ نجونې تر ډېره پاکستان مېشتې عيسويانې دي. عيسويان په پاکستان د نورونو په پرتله کمزوری اقتصاد لري.

د دغه پاکستانۍ نجونو د قاچاق خبره تېر کال هغه مهال رسنيزه شوه، چې خرڅ شوې نجونو بېرته پاکستان ته راغلې او طلاق يې واخېستل.