
روهي (جمعه/۱۵ د لېندۍ)، زبیده فلاح د امريکا متحدو ايالتو وګړې دي ۲۵ کاله عمر لري او په نړۍ د بې وزلو او غريب خلکو د لاس نيوي لپاره هلې ځلې کوي.
فلاح د (بار یا) په نوم د بېسکټ جوړونې شرکت لري چې د يو بل بېسکټ په مقابل کې خوارو خلکو ته بل بېسکټ وړيا ورکوي.
نوموړې له غريبو سره د مرستې ترڅنګ د هغه خواړو پر وړاندې هم مبازره کوي، چې روغتيا ته زيان لري او تر ډېره غريب خلک ترې استفاده کوي.
د نوموړې بنسټ د نړۍ په غريبو هېوادونو لکه فلسطين، عراق، سوماليا او نورو کې مرستې کوي.