
روهي (جمعه/۱۵ د لېندۍ)، د هندي بالېود سېنما لوبغاړی سنجې دت مني چې په پاني پت فلم کې د احمد شاه ابدالي لوبول شوی رول ښايي تر يو بريد منفي ويی، خو احمد شاه ابدالي د افغانستان يو ستر پاچا تېر شوی او له خپل هېواد سره يې مېنه وه.
د پانې پت فلم چې افغانانو يې په اړه غبرګونونه وښودل، نن ورځ (ډسمبر ۶مه) وړاندې کيږي. افغانانو له هندي سېنما غوښتي وو چې دا ډول فلمونه د تاريخ سانسور دی چې د افغانستان او هندوستان پر ولسي اړيکو به يې اغېز منفي وي.
سنجي دت وايي چې احمد شاه ابدالي افغانستان ته له ستنېدو وروسته د خپل مرهَټه مخالف پلار ته لیکلي وو، چې زوی یې تکړه جنګیالی دی، ستاینه یې کړې وه او بېرته هېڅکله (هند) ته ستون نه شو.