امريکا: د ايران په لاريونونو کې له زرو ډېر کسان وژل شوی دي

روهيی (جمعه/۱۵ د لېندۍ)، د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دوی د راپورونو پر اساس د ايران په لاريونونو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپيان او تر اووه زره لاريون کوونکي نېول شوي دي.

د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی برایان هوک وايي چې د ايران حکومت د تلفاتو د رسنيز کېدو مخه نيسي او کره شمېرې يې نه ښيي.

د امريکا متحد ايالت د ايران حکومت تورنوي وي چې د لاريون کوونکو پر وړاندې يې له تاوتريخوالي کار اخېستی دی؛ بشري او مدني حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.

برايان هوک ويلي، "د ایران ولس غواړي چې رژیم یې د نیابتي ډلو پر ځای په دوی پانګونه وکړي. دا خلک د رژیم له نیابتي جګړې تر پوزې راغلي دي".

ايران کې د حکومت ضد له تېرو څو اوونيو لاريونونه راون دی، چې د حکومت او لاريون کوونکو ترمنځ کړکېچ کې تلفات رامنځ ته شوي دي.