اروایي فشار

اروایي فشار که یو کار باید ترسره شي نو ولې همدا نن نه ترسره کوئ تر څو فشار نه خلاصی ومومئ. که چېرې د یو کار لپاره غوره لار لرئ نو ولې یې نه تر سره کوئ تر څو ترې یو بل کس ګټه پورته کړي؟،که چېرته مونږ پوهېږو چې دا کار ناسم دی نو ولې یې همدا نن نه پرېږدو؟، ولې د یو بل کال لپاره انتظار باسئ؟ولې د یوې بلې ورځې لپاره انتظار باسئ؟. کم عقل او هوښیاران یو قسم کارونه خو په بیلابیلو وختونو کې ترسره کوي هوښیاران یې یو ځل کوي او کمعقلان یې په اخره کې کوي.لکه د نن ورځ په څېر بله هېڅ کومه داسې ورځ نشته .نن ورځ نن ده که سبا راشي نو سبا به درته ووایم چې ما خو پرون ترسره کړی دی. تاسې غواړئ چې په نړیواله کچه ارزښت پیدا کړئ؟له همدا نن څخه ټول هغه کارونه پرېږده چې نړیوال کیفیت څخه بې برخي وي.ایا غواړئ چې د پرونۍ تېروتنې له کبله بښنه وغواړئ ځکه تاسې پرې همدا اوس خبر شوي یاست نو همدا اوس د بښنې په لټه کې شئ،که نه وروسته به پیښمانه شئ.روښانه ځیرکتیا پیدا کړئ،همدا اوس نظریې په کار واچوئ که نه یو بل کس به خپلې نظریې په کار واچوي او تاسې به هغې پسې روان یاستئ. لیکنه:مریم صدیقي