د امریکا د استازو مشرې نانسي پیلوسي د ټرمپ د استیضا اعلان وکړ

روهي(پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ)، امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي اعلان کړی دی چې یاده جرګه به رسماً د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح پروسه پیلوي. ولسمشر ټرمپ یې په ځواب کې ویلي، که دېموکراتان دا کار کوي نو بیړه دې وکړي. پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې له خپله واکه یې ناوړه ګټه اخیستې ده. ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي فشار راوړی و چې د جو بایډین پر ضد د فساد قضیه پرانیزي. د استازو جرګې عدلي کومیټې هم پرون په رسمي توګه د ولسمشر ټرمپ پر تورنولو غور کړی و. خو ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "که تاسې ما استیضاح کوئ نو همدا اوس دا کار وکړئ، ژر یې وکړئ چې په سنا کې یو عادلانه محاکمه وشي او هېواد مو بېرته خپلو چارو ته ستون شي". خو نانسي پېلوسي د پنجشنبې پر ورځ وویل چې موضوع روښانه ده او ولسمشر د خپلو سیاسي ګټو لپاره له واکه ناوړه ګټه پورته کړې. نوموړې وویل، ولسمشر ټرمپ هڅه کړې ده چې د پوځي مرستو په بدل کې د خپل سیاسي سیال پر ضد په اوکراین کې د فساد قضیه پرانیزي.