
روهي(پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ)، د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي، سمندري ځواکونو یې یوه بېړۍ نیولې چې د توغنديو پرمختللې پرزې پکې بار وې او یمن ته وړل کېد. یمن کې حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه برخمن دي. د امریکا پوځ د عرب سمندر په شمال کې ځینې پوځي تجهیزات نیولي، چې غالباً د ایران اړوند دي. د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي اې بي سي خبري اژانس ته ته ویلي، په دې بېړۍ کې پرمختللې وسلې هم بار وې، چې ظاهراً یمن ته وړل کېدې. یمن کې د سعودي مخالف حوثي یاغیان فعالیت لري. ددغه چارواکي په وینا، په دې بېړۍ کې له وچې اوبو ته او له اوبو څخه اوبو ته د توغول کېدونکو کروز توغندیو جلا شوې پرزې، د ټانک ضد توغندي، له ځمکې هوا ته توغندي هم دي. د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند شان رابرټسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا بېړۍ د نومبر پر ۲۵مه درول شوې او لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ایران پوځي پرزې او وسلې پکې بار دي. د رپوټ له مخې، تېره اونۍ فورسټ شرمن سمندري بېړۍ دا بېړۍ درولې ده او وروسته یې د امریکا ساحلي ګارډ یوې بېړۍ دغه وسلې درولې او نیولې دي. د دغه چارواکي په وینا، د بېړۍ عمله د وسلو په راغونډولو بوخت شول او امریکايي بېړۍ ته یې لېږدولې، خو وروسته یې د یمن چارواکو ته وسپارلې. ددغې بېړۍ او د عملې د برخلیک په اړه یې تر اوسه خبر نه شته.