
روهي(پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ)، د اروپایي ټولنې یو پلاوی په دې موخه مالټا هېواد ته تللی دی چې هلته د طلایي پاسپورټ په نامه د د دې هېواد د حکومت یوه نوي قانون په اړه پلټنې او ارزونې وکړي. د مالټا هېواد د دې نوي قانون په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ډېرې شوي دي، او اروپایي چارواکي وېره لري چې دا پروژه د نړۍ له نورو برخو مجرمانو او قاچاقبرو ته د تېښې لار او اروپایي هېوادونو ته د راتلو زمینه برابروي. د اروپایي پارلمان یوه وکیله صوفي وېلډ وایي، هر هغه کس چې له ځان سره مالټا هېواد ته ۹ لکه یورو راوړي، د دې هېواد پاسپورټ ورکول کېږي او په دې توګه د اروپایي اتحادیې تابعیت هم ترلاسه کوي. اوس دا پروګرام په یو نړیوال مارکېټ بدل شوی دی او د نړۍ شتمن کسان له لوړو مالیو نه د پټېدو، د لوړ معیار زدکړو او سیاسي موخو لپاره مالټا ته ځي. د مالټا حکومت د هغو وګړو د اصلي هېوادونو په اړه جزئیات نه په ډاګه کوي چې له دې لارې د دې هېواد تابعیت ترلاسه کوي، خو دا مالومات شریکوي چې د نړۍ له کومو برخو ډېر خلک عریضه کوي. تر ټولو ډېر کسان له اروپایي هېوادونو ورځي، او له دوی وروسته منځني ختیځ، خلیجي هېوادونو او اسیایي هېوادونو وګړي دي. خو په وروستیو کلونو کې په دې پروګرام کې د سعودي عربستان، روسیې او چین وګړو شمېر ډېر شوی دی. که څه هم تر یو ډېر پاسپورټونه درلودل د نړۍ په ګڼو برخو کې عادي خبره ده، خو اندېښنه دا ده چې ځینې وګړي د مالټا هېواد له دې پروګرامه ناوړه ګټه پورته کوي. د بېلګې په توګه د اقتصادي همکارۍ او پراختیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کال کې په خپل رپوټ کې وویل، مالټا کې د هغو وګړو شمېر ډېر دی چې له مالیو پټېږي، او له همدې کبله یې دا هېواد په خپل تور لېست کې هم شامل کړ. خو د مالټا حکومت وایي، دوی د هر پاسپورټ اخیستونکي وګړي په اړه کره پلټنې کوي دا پروګرام یې خوندي دی.