
روهي(پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ)، هند کې ډاکټران وایي، هغه نوې زېږېدلې ماشومه چې څه موده وړاندې په یوه قبر کې ژوندۍ موندل شوې وه، اوس له روغتیایي پلوه روغه او له خطره بهر ده. دا ماشومه په تېره اکتوبر میاشت کې د کوما په حال کې روغتون ته وړل شوې وه. خو اوس د روغتون یوه ډاکټر روي کنا ویلي، ماشومې وزن اخیستې او وینه کې یې سرې حجرې هم بېرته نورمال کچې ته رسېدلې دي. د دې ماشومې مور او پلار تر اوسه نه دي موندل شوي، او له یوې ټاکلې مودې وروسته به خلک وکړای شي چې په فرزندۍ یې واخلی. د اوس لپاره دا ماشومه په اتر پردېش ایالت کې د ماشومانو د خیر ښېګڼې له یوې ادراې سره ده. په اکتوبر میاشت کې کله چې یو سړي د خپلې مړې لور لپاره قبر کینده، د ځمکې کیندلو پر وخت یې بېلچه په یوه خټین لوخي ور برابره شوه. دې سړي چې کلی لوخی له خاورو را و ایست نو منځ کې یې ماشومه ژوندۍ وه. داسې باور کېږي چې په خټین لوخي کې د هوا تېرېدو لپاره یو سوری د دې سبب شوی چې ماشومه تر خاورو لاندې هم اکسیجن واخلي. پولیسو قضیه ثبت کړې ده او د ماشومې د مور او پلار موندلو هڅې روانې دي.