هغه میرمن چې د درملنې روپۍ ورسره نه وې او ځان وژنه یې وکړه

روهي(پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ)، په لبنان کې پر خواله رسنیو د دې هېواد د ځینو کسانو د ځانوژنې او اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ کېدو وروسته پر اړمنو خلکو د خوړو او جامو د وېشلو کمپاین پیل شوی. په دې هېواد کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت وګړو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي. تر ټولو زړه بوږنوونکې کیسه د ناجي الفلیطي ده، چې د خپلې لور لپاره یې ۱۰۰۰ لیرې پیدا نه کړی شوې، ۷۰۰ زره لیرې پوروړی هم و او په سرطان د اخته خپلې مېرمنې د درملنې لپاره خو یې یوه روپۍ هم نه لرله، همدا وو چې ځان یې وواژه. د نوموړي او دوو نورو بې وزله کسانو تر ځانوژنې وروسته پر خواله رسنیو د ځانوژنې بحثونه تاوده شول. لبنان کې احتجاجونه؛ لومړی وزیر سعد الحریري استعفا کوي داني ابو حیدر له دې کبله ځان وژلی چې له دندې وشړل شو او پورونه یې همداسې پاتې شول. بل کس انتونیو طنوس د کورني امنیت کارمن و، خو تر اوسه یې د مرګ په اړه رسمي څېړنه نه ده شوې، مګر لومړنۍ څېړنې وايي امکان لري خپل ځان یې په ډزو وژلی وي. په لبنان کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت وګړو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي، چې زرګونه کارکوونکي له دندو شړل شوي، هغوی چې برحاله دندې لري، تنخاوې یې نیمايي ته راټیټې شوې دي او په هېواد کې ځینو کوچنیو پلورنځیو پر خپلو ورونو او ښیښو لیکلي چې یوازې بې وزله کسان دې ورشي او هرڅه چې غواړي وړیا یې کورته وړلی شي.