د هند په شمال کې ۲۳ کلنې ښځې ته د اور اچولو له امله د ټول هند غوسه راپارېدلې

روهي(پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ)، د جنسي تېري قربانې شوې یوې ۲۳ کلنې ښځې ته د هندوستان په شمال کې اور اچول شوی. اترپردېش ایالت کې دې ښځې پر دوو نارینه وو عریضه کړې وه چې جنسي تېری یې پرې کړی او محکمې ته د همدې قضیې لپاره روانه وه چې اور ورواچول شو. دا ښځه د سوځېدو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوې او روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی. پولیس وايي پنځه کسان یې هغې ته د اور اچولو په تړاو نیولي. دوه هغه کسان هم په کې دي چې پر همدې ښځې په جنسي تېري تورن دي. سیمه ییزې رسنۍ وايي دا ښځه د اورګاډي په تم ځای کې وه چې یوې ډلې نارینه وو پرې حمله وکړه او هغه یې په کشولو نژدې کروندو ته بوتله او هلته یې اور ورواچاوه. دا پېښه د اوناو په ولسوالۍ کې چې په دې وروستیو کې د جنسي تېرې د یوې بلې پېښې له امله په خبرونو کې وه رامنځ ته شوې ده. پولیس دغلته وروسته له هغه د پارلمان د یوه وکیل پرضد تحقیقات پیل کړل چې یوې ښځې د پارلمان وکیل تورن کړ چې جنسي تېری یې پرې کړی او دغه ښځه بیا د موټر په یوه ټکر کې ټپي شوه. په ترافیکې پېښه کې د ښځې دوه عزیزان ووژل شول او وکیل یې ټپي شو. د جنسي تېرې قرباني شوې ښځې ته د اور اچولو تازه پېښې یو ځل بیا په ټول هندوستان کې غوسه پارولې او دا پېښه د خبرونو په سر کې ده. دغه راز د تېر نومبر میاشتې په ۲۷ نیټه په سوېلي ښار حیدر آباد کې هم یوې ۲۷ کلنې ښځې ته له جنسي تېري وروسته اور اچول شوې و. د هغې د جسد پاتې شونې تېره اونۍ وموندل شوې. له دې امله په ټول هېواد کې مظاهرې هم وشوې. پر خواله رسنیو د جنسي تېري او ۲۳ کلنې ښځې ته د اور اچولو پېښې غندل شوې دي.