
روهي( پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ )، سیاست وال له دې کبله هم شهرت لري، چې څه ډول په ډير مهارت سره خپل کورني حیوانات له ځان سره نندارې ته وړاندې کوي.
بوریس جانسن او دایلین
په ډېرو اروپايي هيوادونو کي هغه حيوانات چې خاوند نه لری، د حيواناتو په روزنتونونو کي ساتل کيږي. د برتانيا لومړي وزیر دغه کوچنی سپې له روزنتون څخه اخيستې او "دایلین" نوم یې پرې ايښی.
ولادیمیر پوتین او ويرني
د روسيې جمهوررئیس ولادیمير پوتين له حيواناتو سره د علاقې له کبله شهرت لري او په ډيره مینه له قطبي ايږې او يا سايبريايې پړانګانو سره عکسونه اخلي. هغه په کال ۲۰۱۷م کې د خپلې کليزي په ورځ د ترکمنستان له جمهوررئیس قربان قلې څخه د "ويرني" په نامه يو سپې د کليزې په وياړ د ډالۍ په توګه تر لاسه کړ.
جورج دبلیو بوش او بارني
د امريکا متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس جورج ډبليو بوش کوچنې سپې، «بارني» دومره شهرت لري، چې سپينې مانۍ حتي د هغه له پاره يوه ځانگړې انترنت پاڼه پرانيستې وه. امريکايي رسنيو به ډير کله هغه د سيينې مانۍ پر کبلو د ځغاستې او لوبو په حال کې ښکاره کوو.