د امریکا پر یو پوځي کمپ د وسلوال برید شوی   

روهي( پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ )، نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي دغه برید د امریکا هاوایي ایالت کې په پیرل هاربر نظامي هډه کې شوی چې له امله یې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
 
د سرچینې په وینا، چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی، سرچینه کاږي چې د برید په اړه پلټنې پیل شوي دي خو تر اوسه یې پوره مالومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.


 
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په امریکا کې د دغه ډول وسلوالو بریدونو کچه لوړه شوې ده .