
روهي( پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ )، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو د هغې وېډیو له کبله"دوه مخی" بللی، چې په وینا یې برتانیا کې یې د ناټو سرمشریزې پرمهال پر ده ملنډې وهلې دي.
په وېډیو کې ټروډو، د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ټرمپ د احتمالي خبري ناستې په اړه بحث کوي.
په جلسه کي تر ټولو د توجه وړ خبره د پرون غرمې د مخه د ترمپ او ايمانويل ماکرون تر منځ لفظي مشاجرې وې. ترمپ ویلي ول، چي د ماکرون دا خبره، چي ناټو د «مغزي سکوت» سره مخامخ او مړه ده، پر هغه یې انتقاد وکړ او دا کار یې «بد او بې احترامي» وبلله. په خبره یې فرانسه تر ټولو ډیر ناټو ته ضرورت لري، بې له دې چی د هغه جزییات ورکړي.
ماکرون دا خبره هم وکړه، چي ترمپ نه باید تل د ناټو په ارتباط د پیسو خبره وکړي. د امریکا پر دې عمل باندي، چي د نورو غړو سره یې بې له مشورې څخه د سوریې د شمال څخه عسکر راایستلي دي، هم انتقاد وکړ. هغه پر ترکیه باندي هم انتقاد وکړ او ویې ویل، چي دغه هیواد تر ډیره وخته پوري د داعش د ملاتړ کونکو سره گډ کار کړی دی او اصلأ څنگه دا ممکنه ده، چي ترکیه دي روسي »ايس ۴۰۰« ډوله دافع هوا سيستم راونیسي، په داسي حال کي چي د ناټو په اساسنامه کي په وضاحت سره راغلي دي، چي د اتحاد څخه دباندي نه باید وسلې واخیستل سي. اردوغان باید ددې موضوع وضاحت ورکړي.