پاکستان د

روهي( پنځه نۍ/۱۴ د لیندۍ )، پاکستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د اب و هوا بدلون خورا زیات ځپلی دی او له یو لړ ماحولیاتي ګواښونو سره مخامخ دی چې له وخت تېرېدو سره زیاتېږي.
 
د جرمن واچ په نوم نړیوالې څېړنیزې ادارې د ډېسېمبر پر څلورمه د ۲۰۲۰ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي چې پاکستان د اب وهوا له خطرونو سره په مخامخو هېوادونو کې پر پېنځم نمبر دی چې له ۱۹۹۸ز کال راهیسې پکې شاوخوا ۱۰ زره کسان د بېلا بېلو طبیعي ناورینونو له وجې وژل شوي دي.
 
رپورټ وايي، په تېرو دوو لسیزو کې هغه هېواد د اب و هوا بدلون له وجې د ۳.۸ اربه ډالرو زیانونه ګاللي دي.
 
په ۱۰ تر ټولو زیات ځپل شویو هېوادونو کې پورټو ریکو پر لومړي نمبر، بنګلادېش پر اووم او نیپال پر نهم نمبر دی. له دې علاوه ماینمار، تایلینډ، فېلېپین او وېتنام هم په زیاتو ځپل شویو هېوادونو کې دي چې د دې ښکارندويي کوي چې اسیا د اب و هوا د بدلون په ښکار شویو سیمو په سر کې ده.