
روهي(څلورنۍ/۱۳ د لیندۍ)، د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسلوالو ځواکونو مرستیال قومندان شیخ محمد بن زاید النهیان د دوشنبې په ورځ کور ته د یوې ماشومې په بللو مجبور شو. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان متحده عربي اماراتو ته تللی و او یوه غونډه کې دواړه مشران له ماشومانو سره لیدل. دې ماشومانو د دواړو هېوادونو بیرغونه پورته کړي او دوو کتارونو کې ولاړ و.
د یوه کتار ماشومانو د محمد بن سلمان سره لیدل او بل کتار کې ماشومانو د ابوظبۍ ولیعهد بن زاید سره لیدل. په دې مهال د محمد بن سلمان له کتار یوه ماشومه ووته او په منډه بل کتار ته لاړه چې د محمد بن زاید ته لاس ور کړي. ولي عهد محمد بن زاهد چې دې ماشومې ته نږدې ورسېد، ماشومې لاس ور اوږد کړ، خو ولیعهد ورته له کتو پرته ترې تېر شو.
ماشومه ناهیلې شوه او ویډیو یې خواله رسنیو کې مشهوره شوه چې له امله یې محمد بن زاید دا ماشومه کور ته وبلله او ور سره ویې لیدل. د ولیعهد محمد بن زاید او د دې ماشومې د لیدنې ویډیو هم مشهوره شوه. د ابوظبۍ د ولیعهد پر حکومتي ټوېټر هم د دې لیدنې انځورونه خپاره شوي دي.