
روهي(څلورنۍ/۱۳ د لیندۍ)، پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور وايي، پاکستاني ټوېټر کارن(کاروونکي) له ستونزو سره مخ دي، چې یوه لویه وجه یې له کشمیر سره ملاتړ ښودل دي.
نوموړي دا خبره پرون خپل ټوېټر کې کړې ده. د هغه په خبره: "پاکستاني ټوېټر کارن د کشمیر ملاتړ ښودو کې له ستونزو سره مخ دي. په یوه بله پلمه یې ټوېټر حساب بندېږي، چارواکي په دې تړاو اړیکه کې دي او ژر به دا مسله حل شي. مسوول کارن پاتې شئ چې ټولو ښکېلو ته ماتې ور کړو".
ټوېټر دې وروستیو کې پاکستان کې داسې حسابونه تړلي چې مختلفو هشټګونو سره هڅې کوي. تازه بېلګه یې فرحان وېرک دی، چې د ډیسمبر په دویمه یې حساب بند شوی دی.