
روهي(څلورنۍ/۱۳ د لیندۍ)، د پاکستان پنجاب صوبې په لاهور ښار کې یوه وګړي پولیسو ته شکایت کړی چې غله له جومات د ده داسې بوټونه پټ کړي چې یو لک روپۍ ارزښت یې درلود. پولیسو د شېراز بشیر دا عریضه درج کړې ده. د پولیسو د ریکارډ له مخې شېراز بشیر د نومبر پر ۱۷ جومات کې د ماښام لمونځ کاوه، چې بوټان یې ورک شول، خو پولیس یې د ډیسمبر پر دریمه خبر کړي دي. شېراز بشیر وویل، کله چې د جومات په دروازه ننوت، فکر یې کاوه چې کوم غل پسې دی: "بوټان مې ګرانبیه وو، شکي وم چې څوک را پسې دي، یو بوټ مې د جومات یوه کونج او بل مې په بل کونج کې کېښود، خو دواړه ورک شوي وو". دی وايي دا ګرانبیه بوټان ورته یوه ملګري هانګ کانګ کې پېرلي او ډالۍ کړي وو. شېراز وايي، خپل شکایت ثبتولو کې له ستونزې سره مخ نه شو، ځکه خپله یې هم د وکالت زدکړې کړې او دوو نورو ملګرو وکیلانو هم ور سره مرسته وکړه. شېراز بشیر د خپلو بوټانو څو انځورونه بي بي سي ته استولي. امازون وېبپاڼه کې د پراډا نښې بوټونو بیه له ۳۵۰ تر ۵۰۰ ډالرو ده چې له پنځوسو تر ۷۵ زره کلدارې ترې جوړېږي.