شي جين پينګ د ۲۰۱۹ کال د څونګ دو په نړيوال فورم کې له بهرنيو ګډونوالو سره وکتل

روهي( څلورنۍ/۱۳ د لیندۍ )، د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په درېيمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ۲۰۱۹ کال د سترې چينې (imperial springs)په نړيوال فورم کې له بهرنيو ګډونوالو سره وکتل.
 
شي جين پينګ د چين د هېواد د ادارې ، د ثبات ساتنې او د اوسنيو نړيوالو حالاتو په هکله خپل نظرونه څرګند کړل. هغه دې ته په اشارې سره وويل چې روان کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی چې دغه د اهميت وړ کال به تل پر خلکو اغيزه ولري. د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې ډېرې سترې پرمختيايي لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.د ثبات ساتنه د چين د ښې راتلونکې د برابرولو سبب کيږي.
 
د چين ځانګړې سوسياليستي لار د دې هېواد د پرمختګ او د ثبات ساتنې بنسټيز لامل دی ، نو چينايانو له دې لار څخه ملاتړ کړی او کوي يې. مونږ به په ټينګې ارادې سره په دې لوري د ګامونو پورته کولو او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ته به دوام ور کړو او په ټاکلي وخت کې به دوه سل کلنې موخې تر سره کړو.زه د چين پر ښې راتلونکي باندې پوره باور لرم.
 
د لاتونيا د پخواني ولسمشر ويريا ويکي فريبيرګا، د تانزانيا پخواني ولسمشر بنجامين مکاپا او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول بهرنيو مېلمنو په دې فورم کې ګډون او ويناوې وکړې.