د ایران په مظاهرو کې ۲۰۸ تنه وژل شوي

روهي(درې نۍ/۱۲ د لیندۍ)، د بښنې نړیواله اداره د باوري رپوټونو له مخې دې پایلې ته رسېدلې چې ایران کې د وروستیو مظاهرو له امله د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۰۸ کسانو ته رسېدلی، خو زیاتوي "که څه هم رېښتونی شمېر له دې ډېر دی". د منځني ختیځ او شمالي افریقا برخې مدیر فیلیپ لوټر وايي: "د وژل شویو اندېښمنوونکی شمېر بل هغه سند دی چې ښيي د ایران امنیتي ځواکونو سخته وژنه کړې ده او له یوې اونۍ کم وخت کې یې ۲۰۸ کسان وژلي دي.
 
دا شمېرې د انسانانو ژوند ته د ایراني چارواکو د شرموونکې بې پروایۍ بوږنوونکې کیسه کوي. د بښنې نړیواله اداره ایران او بهر کې د ځینې وژل شویو له خپلوانو، خبریالانو او د انساني حقونو له فعالانو او له مختلفو سرچینو د ترلاسه شویو مالوماتو پرتللو سره دا شمېر باوري ښيي. فیلېپ لوټر زیاته کړه: "د لاریونوالو د دې خونړۍ ځپنې مسولان باید د خپلو چارو ځواب ور کړي.
 
دا چې د ایران چارواکو پخوا هم ښودلې چې د اعتراضیانو د بې قانونه وژنو او یا نوروغوسه ناکو ګامونو په هکله بې پرې او اغېزناکو پلټنې نه غواړي، نو موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د هغوی ملاتړي د دې چارو ځواب ووايي".
 
د دې رپوټ له مخې شهریار کې تر ټولو ډېر کسان وژ شوي. د بښنې نړیواله اداره دا هم وايي، د ژول شویو کورنۍ ګواښل شوې چې له رسنیو سره خبرې او د خپلوانو ویر ونه کړي. یراني چارواکو تراوسه د ټولو وژلیو، نیولیو یا ورکو کسانو په هکله د کره شمېرو له ور کولو ډډه کړې او یوازې ځینې ځايي چارواکو د خپل مسولیت اړوند لومړني مالومات ور کړي دي.
 
پرون د ایران پارلمان کې د امید فراکسیون مشر محمد رضا عارف له مسولو ادارو وغوښتل چې د وروستیو مظاهرو د وژل شویو کره شمېر ووايي.