۸۵ کلن پاکستانی محمدی دربار په عراق کې ۵ لکه ونې ایښي

روهي(درې نۍ/۱۲ د لیندۍ)، د پاکستان د کراچۍ استوګن ۸۵ کلن محمدي دربار کورنۍ چې کله تېر کال د امام حسین د څلوېښتۍ لمانځلو ته عراق ته لاړه، نو دښته کې د سختې ګرمۍ له امله جړ ووهله. دا ځکه وشول چې عراق کې د شیعه مسلمانانو د سپېڅلو ځایونو نجف او کربلا ترمنځ سړک کومه ونه نه لري.
 
ځکه د محمدي دربار زړه کې ور تېر شول چې پر دې ۷۵ کیلومتره اوږد سړک ونې لکې کړي. هر کال صفره میاشت کې د امام حسین څلوېښتۍ کې د ګډون لپاره لکونه کسان عراق ته ځي، چې ډېری یې د نجف له لارې کربلا ته ځانونه رسوي.
 
له بي بي سي سره خبرو کې هغه وویل، چې بوټي تیار شول، خو عراق ته یې لېږل او هلته یې لکولو ته اجازه پکار وه. دې کار ته پاکستاني او عراقي حکومت باید اجازه ور کړې وی. هر کال صفره میاشت کې د امام حسین څلوېښتۍ کې د ګډون لپاره لکونه کسان عراق ته ځي، چې ډېری یې د نجف له لارې کربلا ته ځانونه رسوي. هغه وویل، چې بوټي تیار شول، خو عراق ته یې لېږل او هلته یې لکولو ته اجازه پکار وه.