
روهي(درې نۍ/۱۲ د لیندۍ)، روجا اګنوټووا ځان ته د "کرپټو کوین" یا ډیجټلي کرنسۍ ملکې لقب ورکړی و. نوموړې خلکو ته ویل، داسې یوه ډیجټل کرنسي یې رامنځته کړې ده چې کولای شي بېټکوین سره سیالي وکړي. خلکو هم پرې باور کاوه او په دې پروژه کې یې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړه.
د نړۍ له هرې برخې خلکو په دې نوې پروژه کې پانګونه پیل کړه او هیله یې دا وه چې د یوه نوي انقلاب برخه و اوسي. هغه اسناد چې رسېدلي، ښیي چې یوازې په برتانیا کې خلکو په لومړیو شپږو میاشتو کې د روجا په دې پروژه کې کابو ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړه.
خو یوازې برتانیا نه وه. له پاکستانه تر برازیل، له هانګ کانګه تر ناروې، له کاناډا تر یمن، ان له فلسطینه هم خلکو خپله شتمني په دې پروژه کې بنده کړې وه. خو د لویو شعارونو او ژمنو سره سره بیا هم داسې حس کېده چې څه نا څه جنجال شته. ناخبره خلکو تمه کوله چې پانګونه به یې ژر په ګټه بدله شي او نغدې پیسې به ترلاسه کړي. خو دا چاره وځنډېده او له دې سره پانګوال هم یو څه اندېښمن او ناکراره شول.
بلاخره د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې د پرتګال په لېزبن ښار کې د دې پروژې په یوه لویه غونډه کې خبره بربنډه شوه. ځینو سره دا اندېښنه وه چې ښایي چا وژلې یا برمته کړې وي. دوی فکر کاوه چې روجا د بانکونو په سترګو کې ازغی و، نو کېدای شي هغوی پرې څه کړي وي. خو حقیقت دا و چې روجا د ځمکې له مخې لادرکه شوه.
د اېف بي ای اسناد ښیي چې نوموړې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه له سوفیا ښاره په یوه الوتکه کې یونان ته روانه شوه. هغه الوتکه له هوا ترۍ تم شوه، او له هغې ورځې وروسته روجا بیا هېچا نه ده لیدلې.