
روهي(درې نۍ/۱۲ د لیندۍ)، د پاکستان بلوچستان ایالت یوې محکمې څلور نیول شوې بلوڅې ښځې زندان ته استولې دي. ځايي پولیس ادعا کوي چې دغه ښځې د بلوچ ازادۍ جبهې او بلوچ ازادۍ پوځ نومې بېلتون پالو ډلو سره اړیکې لري او وسله والو ته یې اسانتیاوې چمتو کولې.
پرون په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د ځايي خلکو له شکایت وروسته د بلوچستان اواران سیمه کې دغه ښځې پولیسو او ملېشه ځواک په یوه شریکه چاپه کې نیولې وې. ادعا کېږي چې له دې ښځو سره د لاسي بمونو په ګډون سپکه وسله هم نیول شوې.
د نیول شویو ښځو هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي. اواران کې د ترهګرۍ ضد محکمې اوس ویلي، د پولیسو ځايي مرکز کې د ښځینه و توقیف ځای نشته، ځکه باید نیول شوې ښځې خضدار زندان ته واستول شي او هلته ترې پوښتنې ګروېږنې وشي. د یادونې ده چې په دغه سیمه کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پوځي عملیات روان دي.
د بلوڅ ازادۍ جبهې مشر الله نذر د همدې سیمې دی. له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د نوموړي مېرمن نیول شوې، خو وروسته د صوبې اعلی وزیر ثناالله زهري په امر خوشې شوې وه.