
روهي(درې نۍ/۱۲ د لیندۍ)، لاورن سایمنز د بلجیم دی. په څلور کنلۍ کې لومړنی ښوونځی پیل کړ. همځولي یې لا لېسې ته نه دي رسېدلي، خو لاورن به ډېر ژر د ۹ کالو په عمر له پوهنتونه فارغ شي. لاورن له دویم ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې ټوله دوره په یو کال کې بشپړه کړه. راتلونکي شپږ کاله درسونه یې هم یوازې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ کړل او بیا یې د لنډ وخت لپاره دمه واخیسته.
یو څو میاشتې یې کور کې په ساعتېرۍ تېرې کړې، او بیا په اته کلنۍ کې یې پوهنتون کې داخله وکړه. لاورن د انجینرۍ پوهنځي ته بریالی شو او ټوله دوره یې یوازې په ۹ میاشتو کې بشپړه کړه. دی به په روانه دسمبر میاشت کې له دې پوهنځي فارغ شي. خو جالب دا ده چې لاورن پخپله هم نه پوهېږي چې دا مزل یې څنګه په دومره لنډ وخت کې بشپړ کړ.
بي بي سي هم همدا پوښتنه ورنه وکړه. لاورن په ځواب کې وویل، دی هم نه پوهېږي. د لاورن د خوښې موضوع دا ده چې تکنالوژي څرنګه د انسان له بدن سره مرسته کولای شي. د خپلې څېړنې لپاره پر یوه داسې چېپ یا پتري کار کوي چې د انسان له مغزو سره به وصل وي. دا چېپ یا پترۍ به وکړای شي چې د اساني مغز ګڼ فعالیتونه وڅاري او ارزونه یې وکړي.