
روهي( درې نۍ/۱۲ د لیندۍ )، د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې رياست مرستيال لو شين مينګ د دغه کنفرانس په څنډه کې له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال ویلی چې چين ترټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه هميشه له څواړخيزم څخه ملاتړ کوي او خپلې ژمنې يې سلو په سلو ترسره کړې دي. په دغه مهمه غونډه کې د چين پلاوي څلور وړانديزونه وکړل.
لومړی، د پاريس تړون د عملي کولو د مقرراتو د پاتې شوو مسئلو په اړه خبرې اترې دې ژر ترسره شي، ځکه دا د پاريس تړون د هراړخيز پلي کولو بنسټ دی.
دوهم بېلابېلې خواوې دې د پيسو د راغونډولو په اړه په خبرو اترو کې زيات پرمختګونه ترلاسه کړي، پرمختللي هېوادونه دې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره پرمختيايي هېوادونو ته زياتې او نوې اضافي مرستندويې پيسې ورکړي.
درېيم،بېلابېلې غاړې دې د اقليمي بدلون پر وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره شوو ژمنو او کارونو ته دې کتنه وکړي او د موجودو ستونزو د حل لارې دې پيدا کړي.
وروستی او تر ټولو مهم ټکی دا دی چې بېلابېلې خواوې دې په ټينګه سره له هر ډول تبعيض سره مخالفت وکړي او څو اړخيزم دې وساتي.