
روهي( درې نۍ/۱۲ د لیندۍ )، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، چې ایران د منځني ختیځ د بېلا بېلو لاریونونو اصلي لامل دی.
نوموړی زیاتوي، په عراق، لبنان او پخپله ایران کې لاریونوالو د ملایانو د رژیم پر وړاندې لاریونونه کړي دي؛ چې په خبره یې د دې ټولو تر شا د ایران لاس دی او دغه هېواد یې اصلي عامل او متحد کوونکی دی.
که څه هم نوموړي له ایرانه پرته د نورو هېوادونو پر روانو لاریونونو هم بحثونه وکړل او دلایل وړاندې کړل؛ خو په دې ټولو کې یې اصلي اشاره ایران ته وه.
پمپیو وویل، په عراق کې د دې هېواد د ولسمشر له دندې لرې کېدل او هلته د امنیتي ځواکونو له خوا د لسګونه لاریونوالو وژنه په عراق کې د ایران د نفوذ له کبله رامنځته شوې ده.