
روهي( درې نۍ/۱۲ د لیندۍ )، د سوریې هېواد په ادلیب ښار کې روسيي جټ الوتکو هوایي بریدونه کړي.
سوریه کې د بشري حقونو د څار لندن میشته ډله وایي، دغه هوایي بریدونه د ادلیب ښار په بېلابېلو سیمو شوي دي چې، پرمهال یې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.
یادې ډلې ویلي چې، دا بمبارۍ تیره ورځ ناوخته شوي او زیاتوي چې، ۱۳ کسان د ادلیب د معره النعمان سیمې په یوه عام مارکیټ کې وژل شوي او دوه نور کسان یو د ادلیب په جنوب ختیځ سراقب سیمه کې او بل په السرمان کلي کې وژل شوي دي.
د مالوماتو له مخې دا سیمه له ترکیې سره پوله لري او ډيری برخې یې له مخالفو ډلو سره په واک کې دي.