محمود خان اڅکزی: نړۍ د پاکستان سره په معدنیاتو په سر معاهدې نه کوي

روهي( درې نۍ/۱۲ د لیندۍ )، محمود خان اڅکزی پر امریکا، روس او چین باندې ږغ وکړ چې د پښتنو په سیمو کې دې د طبعي زېرمو را-اېستلو لپاره د پاکستان له اوسني حکومت سره هېڅ معاهدې نه کوي.
 
د نوموړي په خبره چې دا حکومت د ولس اعتبار نه لري. د نوموړي په وینا د پښتنو په سیمو کې شته معدنیات د پښتانه قام دي او دوی به یې هېچا ته د شوکولو اجازه ورنکړي.
 
د پشتون قامي مبارز خان عبدالصمد خان شهید شپږ څلوېښتم تلین۴۶ تلین په ډېر درناوي سره ولمانځل شو. په دې ترڅ کې د کوټې په رېلوې هاکې لوبغالي کې یوه دستوره وشوه چې پکې د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د کارکنانو په ګډون د جمعیت علمای اسلام ف ګڼشمېر غړیو ګډون وکړ.
 
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چیېرمېن محمود خان اڅکزي په مشرتابه کې دې لویې ولسي غونډې ته د جمعیت علماء اسلام ف مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان د مشر مېلمه په توګه برخه واخېستله.