
روهي( درې نۍ/۱۲ د لیندۍ )، مکه مکرمه کې د ستر جامع جومات پخواني ملا ادعا کړې چې د اسلام د پیغمبر په زمانه کې هم سندرې ویل کيدلې او د موسیقۍ آلې موجودې وې. عادل الکلباني همدا ډول ویلي چې بي بي عایشې هم د خپلو ګاونډیو له میرمنو سره سندرې ویلي دي.
په سعودي عربستان کې د مکې د جامع جومات پخواني ملا شیخ عادل الکلباني په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعا کړې ده چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد په زمانه کې سندرې ویل کیدې او همدا ډول د موسیقۍ آلې موجودې وې.
نوموړي په دې تلویزیوني مرکه کې ادعا کړې ده چې د حضرت محمد میرمنې بي بي عایشې هم له خپلو دوو نورو ګاونډیو سره په ګډه سندرې ویلي دي. د مکې د جامع جومات دغه پخوانی ملا اوس په ریاض کې د يوه بل ستر جامع جومات ملا دی.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمیر اسلامي دیني عالمان موسیقي د اسلام په رڼا کې حرامه ګڼي، خو یو شمیر اسلامي دیني علمان بیا په دې برخه کې د نظر اختلافات لري.
په سعودي عربستان کې په یوه تلویزیوني مرکه کې شیخ عادل الکلباني د یوه بل حدیث په حواله وویل چې یو ځل د اسلام پیغمبر په یوه واده کې ګډون وکړ چې پکې یوې میرمنې دایره يا چمبه وهله او سندرې یې ویلي.