نتنياهو: اروپایي هیوادونه دې له ایران سره د تجارت باندې شرم وکړي   

روهي( درې نۍ/۱۲ د لیندۍ )، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو له اینستکس سره د نورو شپږو اروپایي هیوادونو د یوځای کیدو په غبرګون کې ویلي چې اروپایي هیوادونه باید له دې امله چې غواړې له ایران سره تجارت وکړي، له ځانه وشرمیږي.
 
نتانیاهو ویلي چې له اینستکس یا د تجارتي معاملاتو د ملاتړ میکانیزم سره د اروپایي هیوادونو یوځای کیدل، ایران د اعتراضونو لا زیات سرکوبه کولو ته تشویقوي.
 
نوموړي واضحه کړه چې «د ایران رژیم د خپلو اتباعو پر وژنې لاس پورې کوي او اروپایي هیوادونه په خپل دې کار سره د یوه قاتل رژیم ملاتړ کوي.» د نتانیاهو په خبره دغه هیوادونه باید له خپله ځانه وشرمیږي.