
روهي(دوه نۍ/۱۱ د لیندۍ)، د اردن چارواکي وايي په هغه اور کې چې په یوې کروندې کې لګېدلی د اتو ماشومانو په ګډون دیارلس پاکستاني وګړي وژل شوي. اور په وسپنو هغه پوښل شوي استوګنځي یو په بل پسې وسوځول چې په جنوبي شوانا کې د کارګرانو له پاره جوړ شوي. پېښه دوشنبه سهار وختي د پلازمېنې عمان لوېدیځ ته کلیواله سیمه کې شوې. یوه چارواکي ویلي درې نور کسان چې ټپیان شوي ول روغتون ته لېږدول شوي. پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې په موخه یې څېړنې پیل کړي. یوه چارواکي ویلي دوو کورنیو په هغو موقتي ودانیو کې ژوند کاوه چې د کډوالو کارګرو له خوا د کور په ډول کارېدل. د اور لامل نه دی معلوم خو یوه حکومتي ویاند ویلي کېدای شي د برېښنا شارتي یې لامل وي. د اردن په دره کې په زرګونو کډوال کارکوونکي د شخصي شرکتونو له خوا په کار ګومارل شوي چې ډېری يې په نامناسبو ځایونو کې ژوند کوي.