روهي(دوه نۍ)/۱۱ د لیندۍ)، په هند کې یوه پړانګ د دې هېواد په تاریخ کې په ښکار پسې تر ټولو اوږد، یعنی پوره ۱۳۰۰ کیلومتره مزل کړی دی. کارپوهان وایي چې دې دوه نیم کلن پړانګ خپل دا مزل په پنځو میاشتو کې بشپړ کړی. دوی په دې باور دي چې دې پړانګ ښکار لټاوه، یا یې ملګرې پکار وه او یا یې هم ځان ته نوې سیمه موندله. د دې پړانګ په غاړه کې څارونکې اله نسب ده، او خپل مزل یې په تېره جون میاشت کې د مهاراشتره ایالت د پړانګانو له یوه خوندي ځای نه پیل کړ. په تېرو پنځو میاشتو کې دا پړانګ له سیندونو، لویو لارو او فارمونو تېر شوی او ګاونډي ایالت ته اوښتی. د دې مزل په ترڅ کې یوازې یو ځل دا پړانګ له انسانانو سره مخامخ شوی، او هغه پېښه کې یې یو تن ټپي کړی هم و. څارونکي وایي، دې پړانګ تر ډېره د شپې لخوا سفر کاوه او د ځنګي سرکوزو او نورو حیواناتو ښکار یې کاوه. اوس چارواکي وایي، د کومې بدې پېښې مخنیوي لپاره دوی ښایي اړ شي چې دا پړانګ ونیسي او نژدې ځنګه ته یې خوشی کړي. دوی سره دا اندېښنه هم ده چې د پړانګ غاړه کې د څارونکې الې بټرۍ کې چارج په ختمېدو دی، او که بټړۍ ختمه شوه نو بیا د سټېلایټ له لارې د پړانګ مزل او ځایګی مالومول به ناشوني وي.
وروستي