
روهي(دوه نۍ/۱۱ د لیندۍ)، د اقلیم په اړه د نړیوالو خبرو نوی پړاو د اسپانیا پلازمېنه مادرید کې پیل شوی دی. د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل نړۍ دې تر ۲۰۵۰ کاله د کاربوني ککړتیا د بېخي درولو له پاره هڅې پیل کړي، او که نه نو داسې پړاو ته به ورسېږي، چې ستنېدا ترې ناشوني ده. کارپوهان وایي په دولسو میاشتو کې خورا کلکو اقداماتو ته اړتیا ده، او اوقیانوسیه سیمې مشرانو ګواښنه اورولې چې پرته له هغې به د مرګ له سزا سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش له غونډې مخکې په پلازمېنه مادرید کې خبرداری ورکړ چې د خبرو لپاره وخت نه دی پاتې. هغه وویل داسې شواهد شته چې ښيي د اقلیم بدلون پر چاپیریال، د ژوندیو موجوداتو پر رنګارنګۍ، انساني چاپېریال، د خوړو پر خوندیتوب او د انسانانو پر ژوند ویجاړونکی اغیز لرلی او د هوا ککړتیا هرکال د میلیونو کسانو ژوند ترې اخلي. خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې په نړۍ کې شین کوریزه ګازونه تر خطرناکې کچې خپرېږي او د کمولو لپاره یې سیاسي هوډ نشته. ښاغلي ګوترېش هغه هېوادونه وغندل چې له تیلو او سکرو نه ګټه اخلي او په وینا یې د هوا په ککړتیا کې پراخه ونده لري. په ورته وخت کې ښاغلي ګوترېش وویل چې د هیلې نښې نښاني هم شته ځکه چې په وینا یې ځوانانو د اقلیم بدلون ته په پام اړولو کې مهم رول لرلی دی. په پام کې وه چې د اقلیم د بدلون په اړه دا غونده په چیلي کې وشي خو دغلته د حکومت ضد اعتراضونو له امله په خپل وخت ونه شوه او اوس په مادرید کې جوړه شوې ده. دا غونډه به دوې اوونۍ دوام وکړي او په پام کې ده چې د پنځوس هېوادونو د مشرانو په ګډون ۲۹۰۰۰ کسان به په کې برخه واخلي خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په کې نه وي.