
روهي( دوه نۍ/۱۱ د لیندۍ )، وروسته له هغې چې په عراق کې د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالي زور واخیست، د دغه هېواد لومړي وزیر د استعفاء اعلان وکړ او له پارلمان یې د استعفاء تاییدولو غوښتنه وکړه.
د عراق پارلمان د نوموړي استعفاء ومنله او ښایي ډېر ژر د لومړي وزیر په توګه بل څوک وټاکل شي.
عادل عبدالمهدي د ۲۰۱۸ کال اکټوبر میاشت کې د عراق لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، چې د نوموړي د حکومت پر مهال د تېرو دوو میاشتو په موده کې تر ۴۰۰ پورته کسان د لاریونونو په داوام ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
په لاریونونو کې د تاوتریخوالي ډېرېدو او په عراق کې د ایران کونسلګرۍ تر سوځول کېدو وروسته د یاد هېواد لومړي وزیر عبدالمهدي د استفعاء اعلان وکړ، چې اوس د عراق پارلمان د نوموړي استعفاء ومنله.