په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جګړو کې ۷۰تنه مړه دي

روهي(یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ)، د سوریې په ادلیب کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغي ډلو ترمنځ په دوه ورځنیو جگړو کې د دواړو خواو نژدې ٧٠ تنه وژل شوي دي. په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي د اگست د میاشتې راهیسې چې د روسیې په نوښت د اوربند موافقه شوې په ادلیب کې دا تر ټولو سخته جگړه وه. د فرانس پرس اژانس وایي د یکشنبې په سهار د ماریت النومن په سیمه کې جنگي الوتکو په جهادي ډلو او د هغوی په ملاتړو په هغه سیمه کې بمباري وکړه چې پدې وروستیو کې یې د حکومت نه نیولي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د یکشنبې په ورځ د دوه ورځنۍ جگړې د مړو شمیره ٦٩ تنه ‏ښودلې ده. د وژل شویو کسانو له جملې نه ٣٦ تنه یې حکومتي سرتیري دي. په ادلیب کې د سوریې د جگړې د بیځایه شویو کسانو په گډون شاوخوا درې میلیونه کسان اوسیږي او دغه سیمه تر ډیره د سوریې د القاعده شبکې د پخوانیو ملاتړو له لورې کنترولیږي. ملگري ملتونه او بشري ډلې وایي د ٢٠١١ کال راهیسې چې د سوریې جگړه پیل شوې په کې څه دپاسه ٣٧٠ زره کسان وژل شوي او په میلیونو نور بیځایه شوي دي.