
روهي(یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ)، د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱) د دغه هیواد د صدراعظم استعفا ومنله. صدراعظم عادل عبدالمهدي د جمعې په ورځ پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړې وه. د عراق د کابینې د استعفا له منلو وروسته، د دغه هېواد پارلمان وایي چې د ولسمشر برهم صالح څخه به وغواړي چې نوی صدر اعظم معرفي کړي. د عراق د اساسي قانون په اساس تر څو نوی صدراعظم معرفي شوي نه وي، موجود صدراعظم او کابینه یې سرپرستان دي. په عراق کې له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې مظاهرې روانې دي، د مظاهره کوونکو یوه غوښتنه د صدراعظم استعفا وه. د فرانسې خبري اژانس (فرانس پرس) وايي چې په دغو مظاهرو کې تر دې دمه شاوخوا ۴۲۰ کسان وژل شوي دی.