د طالبانو له بنده خوشې شوی ټیموټي ویکس داسې کیسه کوي

روهي(یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ)، د طالبانو له بنده د افغانستان امریکايي پوهنتون یوه خوشي شوي استاد ټیموتي ویکس د اسټرالیا رسنیو ته ویلي، د کابو درېیو کلونو بند واټن کې دی او ملګری یې افغانستان او پاکستان کې بېلابېلو سیمو ته وړل شوي وو. تیموټي ویکس، اسټرالیا ته تر رسېدا وروسته خبریالانو ته وویل، "د ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر شپږمه، په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون کې له تدریس وروسته له خپل ملګري سره طالبانو وتښتولو." دی له ټولو هغو ښکېلو اړخونو مننه کوي، چې د دوی په خلاصون کې یې هڅې کړې دي، چې په ځانګړي ډول، د افغانستان، پاکستان، قطر، امریکا او استرالیا د ولسمشرانو، زلمي خلیلزاد او ان د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده نومونه یادوي. نوموړی وايي، د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدل د ده لپاره د خوښۍ خبر دی او هیله یې دا ده چې په افغانستان کې کابو دوو لسیزو جګړو ته سوله ییزه حل لاره وموندل شي او افغانستان او سیمې ته ټیکاو راشي. ټیموټي ویکس وايي، یوه ورځ د امریکا سمندري ځواکونو برید وکړ، "موږ یې تونل ته ننویستلو د ننه جګړه وه، زه یې ټېله کړم چې پټ شم، خو ورغړېدم او بې هوښه شوم." ښاغلی ویکس وايي، غواړي یو څه وخت ارام ژوند وکړي او بېرته کابل کې د تدریس لپاره هم هیله لري. د تېرې نومبر میاشتې لومړیو کې د افغانستان امریکايي پوهنتون استادان کیوننن کینګ او ټیموتي ویکس د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو په خلاصون کې تبادله شول.