په هند کې له  مسلمان ښوونکي د سانسکریت زده کړه نه کوي

روهي(یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ)، د هند په شمال بنارس ښار کې زدکوونکو له یوه مسلمان ښوونکي د سانسکریتي ژبې له زدکولو ډډه او لاریون کړی، دا ژبه تر ډېره د لرغوني هند پر دین پورې تړلې ده. د سانسکریتي ادبیاتو د تدریس یو پوست چې د بنارس پوهنتون لرغوني هند ادب پوهنځي کې اعلان شو او فیروز خان په کې د لومړي ځل لپاره ښوونکی وګومارل شو، دی ډېر خوشحاله و.
 
خو درې اونۍ تېرې شوې او هغه یوه ورځ هم تدریس ونه شو کړی. فیروز خان د نومبر په ۶مه ښوونکی وګومارل شو، خو ۳۰ زدکوونکي یې د پوهنتون له انګړه ووتل. پوهنتون کې د اردو ژبې د څانګې مشر پروفیسر افتاب احمد اواکي ویلي: "یو هندو استاد ۳۰ کاله د اردو، فارسي او عربي ژبو د څانګې مشر و، همدارنګه د اردو ژبې څانګه کې هندو استادان هم شته، دین او ژبه بیخي بېلې مسلې دي.
 
" زدکوونکو د پوهنتون په انګړ کې له دې خبرو اورېدو وروسته خپل لاریون پای ته ورساوه، خو وايي د خان تر استعفا وړاندې کولو به ټولګیو ته حاضر نه شي. خو خان وايي، لاهم نه پوهېږي د ژبې په تجربه کې یې د دین ور داخلول څه تړاو لري.