له داعش ډلې بېرته په شا  تللې ایرلنډۍ لیزا د پولیسو لخوا ونیول شوه

روهي(یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ)، هغه ایرلنډۍ ښځه چې څو کاله وړاندې سوریې ته تللې وه او له داعش ډلې سره یو ځای شوې وه، اوس له خپلې دوه کلنې لور سره بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې. لیزا سمېت د یکشنبې سهار ایرلنډ ته له رسېدو سره سمه د پولیسو لخوا ونیول شوه او تمه کېږي چې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو به ورنه پلټنې کېږي. لیزا سمېت سوریه کې له یوه داعشي جنګیالي سره واده کړی و او دوه کلنه لور یې همالته زېږېدلی، خو د ایرلنډ تابعیت لري. اغلې سمېت د ایرلنډ د دفاعي ځواکونو پخوانۍ افسر ده، او تمه کېږي چې حکومت به یې دوه کلنه لور ورنه واخلي. د ایرلنډ د عدلیې وزیر چارلي فلنګن په یوه اعلامیه کې ویلي، دا یوه حساسه قضیه ده او ټولو خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې ټولې اړونده ادارې په دې قضیه کې ښکېلې دي. اغلې سمېت بي بي سي ته ویلي وو، عملاً یې په جګړه کې برخه نه ده اخیستې او نه یې هم نورې نجونې جګړې ته روزلې دي. نوموړې وایي، د سوریې په پنډغالي کې د اېف بي ای پلټونکي یې هم لیدو ته ورغلي وو، او له پوښتنو وروسته یې د دې د ګوتې نښانونه او ډي اېن اې مالومت هم ثبت کړي وو.