
په یخ هېڅ نه زرغونیږي! که چېرې مونږ پرېږدو چې زمونږ پرون زمونږ ذهن ګنګل کړي نو نوې مفکورې به هېڅ کله ذهن کې ونه مومي.شاته مه ګورې او تېر هېر کړئ .مخکې وګورئ او راتلونکي ته فکر وکړئ. سړی به هغه ځای ته ځي چېرته چې غواړي لاړ شي ،په هر څه کې اړوند فکر کوئ او په هر څه کې په لوړ معیار فکر وکړئ په دې ډاډه اوسئ چې کولی یې شئ په یو کار باور درلودل چې کولی یې شئ نو هغه لپاره یوه نه یوه لار راوځي،هرومرو به یوه لاره وي او غوره لاره به وي . که چېرې ته ووایې چې دا کار کولی شې نو ستا ذهن به تاسره مرسته وکړي چې ترسره یې کړئ.مونږ کې زیاتره داسې دي چې د خپلو غوښتنو څخه تېرېږي او په دې تمرکز کوي چې ولې یې نشو کولی خو اړینه دا ده چې پر دې تمرکز وشي چې دا کار څنګه ترسره کړو . د ژوند په هر ډګر کې ،د کار څخه تر کوره او بیا تر ټولنې پرمختګ پورې باید د بریالیتوب فارمولې څخه کار واخلو چې هر کار مو له ښه څخه ښه کړو . لیکنه: مریم صدیقي