ایران وروستیو لاریونونو کې ټولټال ۳۶۶ کسان وژل شوي

روهي( یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ )، که څه هم ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو په پایله کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه وایي خو ځینې ایراني سرچینېبیا یوازې د دغه هېواد په شهریار ښار کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
د کلمه په نوم یوې ایرانۍ ویبپاڼې راپور ورکړی دی چې په دې لاریونونوکې د وژل شویو ۱۵۶ تنو جسدونه د بهشت زهرا په نوم غسلخانې ته او دغه راز د ۸۰ نورو جسدونه بیا ددې لپاره چې شمېر یې مشخص نشي ولسوالیو ته استول شوي دي.
 
د سرچینې په خبره، دغه راز په رودهن سیمه کې بیا ۱۶ اعتراض کوونکي د ایراني ځواکونو په ډزو وژل شوي دي. د راپور په وروستۍ برخه کې د ایران له پارلمان څخه غوښتنه شوې ده.