روهي( یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ )، د ننګرهار ولایت د کانال شرکت اړوند درېیم فارم به سږ کال پنځه زره دوه سوه ټنه د مالټو حاصلات ورکړي چې د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیاتوالی په کې راغلی دی.
د دې ولایت د کانال ریاست اړوند د ستروسو باغونو باندې سږ کال یو میلیون افغانۍ پانګونه شوې چې سږ کال به پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي چې ترې به ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید هم تر لاسه شي.
تیر کال د ستروسو یادو باغونو ۱۵ سوه ټنه حاصلات ورکړي وو چې پنځه میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ پرې پانګونه شوې وه خو د اووه سوه زره افغانیو عواید ترې تر لاسه شوی وو.
د ننګرهار کانال شرکت عمومي رئیس پرویزعلي وایي، چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په همکارۍ د کانال شرکت لخوا د عوایدو د ډیر والي او د ستروس باغونو د ښو اګروتخنیکي فعالیتونو د اجرا په اړه اقتصادي طرح جوړه کړې .
هغه زیاتوي اوس مهال په ۶ سوه هکتاره ځمکه د ستروسو باغونه شتون لري چې په کې ۲ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي
وروستي