
روهي( یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ )، پښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ او دپاکستان د پارلمان دغړي علي وزیر وراره عالمګیر وزیر د پنجاب پوهنتون لاهور نه بې درکه شوی اؤ په ټولنیزو رسنیو ګڼ فعالینو تور لګولی چې هغه د پاکستان استخباراتي ادارو ورک کړی دی.
علي وزیر د پاکستان په استخباراتي ادارې تورنې کړې دي چې وراره یې دوی بټ کړی دی.
عالمګیر وزیر د پنجاب پوهنتون د پښتنو محصیلینو پخوانی مشر دی او تیره ورځ یې د زده کونکو دحقونو لپاره شوي لاریون کې برخه اخستې وه چې د تقریر ویډیو یې په خواله رسنیو کې هم زیاته خپریږي.
پخپله دغه وینا کې عالمګیر وزیر دپاکستان په حکومت سختې نیوکې کړې وې اؤ ددې ترڅنګ یې پوځ او استخباراتي ادارې هم پښتو اؤ پښتنو سره په بدسلوکۍ تورنې کړې وې.
علي وزیر وویل "ښکاري هم ددې تقریر په وجه مقتدرو قوتونو پورته کړی وي"
علي وزیر وائي دعالمګیر دبې درکۍ له امله په کور کې پرېشانۍ سره مخ شوي.