
روهي(نۍ/۹ د لیندۍ)، څېړونکي هڅه کوي معلومه کړې چې سایبریا کې موندل شوی هغه حیوان چې ۱۸۰۰۰ کاله پخوا کنګل شوی سپی دی او که لیوه. دغه کنګل شوی حیوان چې د مړه کېدو پر مهال یې عمر دوې میاشتې و، د روسیې له هغه ځنګله موندل شوی چې ډېره برخه یې کنګلونو نیولې ده او پوټکی، غاښونه او پزه یې په خپل حال پاتې دي. ویل کېږي ډي این اي معاینات د دغه حېوان پاتې شونو په پېژندنه کې پاتې راغلي دي. ساینسپوهان وايي، کېدای شي د دغه حېوان پاتې شوني د لیوانو او اوسنیو سپیو تر منځ د نسلي اړیکي غوټه پرانیزي. ساینسپوهان وايي، دوی به د دغه حېوان د ډي این اي ترتیب چاره روانه وساتي او د سپیو نسل په اړه ډېر معلومات رابرسېره کولای شي. دغه حیوان ته د 'دوګور 'نوم ورکړل شوی، چې په یاکوت ژبه کې 'ملګري ' ته هم ویل کېږي او دغه راز د 'سپی یا لیوه؟ ' پوښتنې د سر ټکی هم دی. عام تصور دا دی چې اوسني سپي د لیوانو له نسله دي، خو څه وخت اهلي شوي؟ په دې تړاو لا هم بحثونه کېږي.